تل پاتي ظاهر« هویدا«
زلمی نصرت زلمی نصرت

 

 

د ارواښاد ظاهر هویدا د کالیزی په یاد!

 

 

»زما یوازني ارمان د هیواد ملي او فرهنگي وده او پر مختگ ده ، نه کوم بل هدف«.

ارواښاد ظاهر هویدا زمونږ د هیواد د موسیقي په همیشه بهار بڼ کي ، داسي یو ځلانده او

پیژندل شوي گل او څراغ وو ، چې زما بیان ته ،هغه ضرورت هم نه لري. خو بیا هم ځاي

لري ، چې زه د ارواښاد ظاهر هویدا په هکله ،په لنډه توګه ، څو ټکي د هغه د هنر او هنرې

شخصیت په هکله ، تاسو هیوادوالو ته بیان کړم.

دا ځکه چې ، ارواښاد ظاهرهویدا زموږ د هیواد د موسیقي په بڼ کې ، داسې یو زړه

وړونکې او خوږ آواز درلود ، چې آواز او کمپوز یې د هیواد د رادیو او تلویزیون څپو ته

ځانګړې ښکلا ورکړې وه او د افغانې موسیقي د سمندر یو ښوونکې ، یو رهنما او یو څراغ وو.

کله چې د ظاهر هویدا خبره راشي ، نو بیا سم دواره زموږ په ذهن او سترگو کې ،د یو

موسیقي دان خوږ غږ او د هغه د موسیقي ځانګړي سبک ، د تیاتر یو وتلي موزیسن او

ممثل ، د رادیو تلویزیون د پروگرامونو ، روان او فسیح ویونکې ، او د اوم هنر یا سنیما په

برخه کې د یو بریالي هنرمند ژوندې څیره ښکاري.

هغه په 7 کلنې کې ، د افغاني موسیقي د هنر په سمندر کې ، په لامبو وهلو پیل وکړ ،

28 کلني کې ، د افغانستان د ادب او موسیقي په تاریخ کي ، د لمړي ځل لپاره ، د اماتورانو د

ارکستر تیگه او اساس کیښود.

هغه 300 اهنگونه او سندری په ډیر عالي کچه ویلي ، کمپوز او ثبت کړي ، چې آواز یې د

موسیقي د هنر په اسمان کي ، روښانه او ځلیدونکې دي.

په لمړې افغاني فلم « مانند عقاب» کی ، یې لمړي نقش او د پروفیسور په فلم کې یو

جدي نقش لوبولي. او همدا رنگه د«صبور سرباز» ، «روز های دشوار»، « هجرت» او

نورو افغاني فلمونو کي، چي موسیقي نه استفاده شوی ده . دا موسیقی هم د ظاهر هویدا په

خوږ او زړه وړونکي آواز کې کمپوز او ثبت شوي دې.

هغه نه یوازې یو سندر غاړې ، نوښتگر هنرمند ، ټولنیز او فرهنگی شخصیت وه بلکه ،

هغه په عین حال کی ، یو هوډ من ، د لوړو افکارو خاوند او پر انساني ارزښتونو معتقد ،

انسان هم وو. هیڅکله یې خپل فکراو خپل ذهن محدود ونه ساته ، د تعصب په خامه رسې

کې بند او تړلې نه وو. دا چې ،هغه په پشتو ژبه سندرې نه لري ، نو دا مسئله نباید داسې

تعریف شي ، چې گویا هغه یو متعصب هنرمند وو.

نوموړې دنیا او مسایلو ته ، په پراخ نظر کتل. هغه د هنر په برخه کی په 60 کلونو کي ،

داسي خاطري او تل پاتي هنرې کارونه د ځانه پرییښي، چې هم نن او هم سبا ، د وطن

فرهنگ پاله بچیان ، به هغه ته شمعې بلوې او په هغه به ویاړي.

نیکلای ستروفسکي وایي: انسانان د ژوند په اخرو شیبو کې ، خپل تیر ژوند یا شاته گوري

، او په یاد یې راځي ، چې هغی په خپل ژوند کې ، څه یې کړي او څه یي کرلې دي او که نه؟.

ظاهر هویدا په خپل هنري ژوند کي ، هغه څه کرلې ، چې وروسته له مرګه اوس به یې

افتخار ریبي . او د دغې وتلي او نامتو هنرمند ، تل پاتې غږ ، او هنر زموږ د خلکو په

زړونو کې ، داسی ځانگړی ځاي او مقام لري ، چې حتا مونږ پس له مرگه د هغه په مدفن ویاړو او فخر کوو.

ارواښاد ظاهر هویدا هیڅکله خپل هنر نه دي خرڅ کړې . دي هنر ته ارښت ورکاوه،

نه مادیاتو ته . ده ته ، موسیقي ،هنر او سنیما د اوبو او هوا حیثیت درلود. ظاهر هویدا به

همیشه ویل : زما یوازني ارمان د هیواد ملي او فرهنگي وده او پر مختگ ده ، نه کوم بل هدف.

نو په همدي خاطر ، د ارواښاد ظاهرهویدا یاد به ، تل زموږ د خلکو په زړونو کې ، ژوندی او تل پاتې وي.

د هغه روح دې ښاد وي.

 څوک د ځان لپاره مړ شي ، نوم یې ورک شي

د چا مرگ د ټول اولس د پاره مرگ وي


April 27th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل هنری